زموږ د ویبپاڼی د پښتو برخی ته ښه راغلاست په دی برخه کی د پښتو د ادب، شعر، ژبپوهنی او ولسی دود او دستور په هلکه مطالب وړاندی کېږی د ښاغلو لوستونکو د نظریوو او اصلاحی انتقادونو هرکلی کوو |
د پسرلی درشل خدای ښایسته دی او ښایست یی خوښېږی (اللّه جمیل و یُحبُ جمال). پسرلی د خدای د ښایستونو نندارتون دی. په دی ښایستونو کی خیالونه لمبېږی او نڅېږی څو د خدای لمانځنه وکړی چی دهنر په ډګر کی ددغی لمانځنی یو ښکارندوی هم شعر دی. شعر د خدای الهام دی. دغه الهام د یوی ژوری اندیښنی په توګه د خیال په وزرو را الوزی او د ښایست د ستاینی لپاره د انسان د ژبی ښایسته عبارتونه په ګرو اخلی او د ښایسته انګازو په لړکی یی د شعر په جامو کی نغاړی. مخمس ترکیب تروږمۍ کی توری لړی دی پری ډک زړه د آسمان دی د غره سر کی ګردله ده، غلغله ده، لوی طغیان دی هم ناری دی د سېلۍ هم په شېبو د شرنګ باران دی کارنامی د طبیعت دی دا موسم دا یی دوران دی بیا روغبړ د سباوون ته د افق څیری ګریوان دی دا شهپر د جبریل دی که په هسک کی کړنګهار سو که په سمڅه د حیرا کی ګونګوسی د استغفار سو
|

